سخکال حج له پاره د يو لکه اووه زره نه د زياتو نومونو اعلان شوي

کال دوه زره اتلس کښي حج له پاره درے لکه او اوويا زره نه زيات درخواستونه جمع شوے وو

د مذهبي چارو وزارت د سرکاري سکيم لاندي سخکال حج  د پاره د يولکه  اووه زره او د پنځه سوه شپږيشت عازمينو اعلان کړي دي۔

سخکال حج دپاره تلونکي خوش نصيبو عازمينو د نامو قرعه اندازې د مذهبي چارو وزير ډاکټر نورلحق قادرې کړېده۔

په مکمله توګه کمپيوټرائزډ قرعه اندازي سره دے کال يولکه  اووه زره او  پنځه سوه شپږيشت تنانو د حج له پاره د نامو اعلان کړے شوي۔

د مذهبي چارو وزير پير نورالحق قادري د حج قرعه اندازې په اړه خپلو خبرو کښي ويلې دي چي حج کښي روډ ټو مکه منصوبه يو ښه ګام دي۔

دوي اويل چي وزيراعظم عمران خان د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره د دورے په محال غوښتنه کړي وه د کومې تر مخه به چي راتلونکي مياشت کښي د سعودي اعلي حکام د اسلام آباد، لاهور، پيښور، او د کراچې د ايئرپورټ دوره کوي او د عازمينو  اميګريشن به د پاکستان په ايئرپورټ کولي شي۔

د مذهبي چارو وزير دا هم ويلي دي چي پرله پسي درے کالو نه ناکامه لس زره عازمين بغير د قرعه اندازې نه کامياب ګرځولي شوي دي۔

سخکال  د اتيا کالو نه زيات عمر دوه زره عازمين درخواستونه جمع کړي وو او په مجموعي توګه يولکه  اووه زره او  پنځه سوه شپږيشت د خوش نصيبو د نومونو اعلان شوي دي۔ کوم به چي د ايس ايم ايس په زريعه خبرولي شي۔

دوي دا هم وئيلي دي چي پاکستان ته دا کال د يولکه څلور اتيا زره نه زياته کوټه ميلاو شوي د کومے تر مخه به چي شپته فيصده د سرکاري او څلويښت فيصده د نجي سکيم لاندي عازمين حج کوي ولي پنځه زره اضافي کوټه به هغه کمپنو ته ورکولي شي چاته چي کوټه نه د ميلاو۔

څرګنده دي وي چي د پاکستان تحريک پاکستان وفاقي حکومت د حج خرڅ کښي د اضافي اعلان کړي وو د کومي روسته چي د حج درخواستونو کښي کمي راغلي وو۔

وفاقي د مذهبي چارو وزارت  لخواه په نهم مارچ يو اعلاميه کښي وئيلي شوي وو چي ټول پاکستان نه دے کال حج له پاره مقرره وخت پوري دوه لکه شپاړس زره نه زيات اميدوارانو درخواستونه جمع کړي وو کوم چي د تير کال په مقابله  يولکه او شپيته زره کم وو۔

کال دوه زره اتلس کښي حج له پاره درے لکه او اوويا زره نه زيات درخواستونه جمع شوے وو۔

Show More

Related Articles