ملک کښې به نوره ګرانې هم راځې حلق به چغې سورې وهي: اسد عمر

اسد عمر زياته کړې چې کله د ملک معيشت بحال کيږي نو ګراني پکښې راځي

د خزانې وفاقې وزير اسد عمر اولس باندې راتلونکې ورځو کښې د ګرانې نور بوج اچولو اشاره ورکړيده، او ويلې دې چې ګرانې راتلو سره به خلق چغې سورې وو وهې۔

د خزانې قائمه کميټئ غونډي ته بريفنګ ورکولو په وخت وفاقې وزير ويلې دې چې د نون ليګ حکومت د بجلې نرخ انتخابې مهم دپاره استعمال کړې وو او د هغې په وجه يو کال دوران توانائۍ په شعبه کښې څلور نيم سوه ارب روپۍ خساره شوي وه ولې د ګيس کمپنيانو ته هم يو نيم سل ارب روپۍ نقصان شوې وو۔

اسد عمر بريفنګ کښې وړاندې ويلې دي چې ملک کښې معيشت ورځ تر بله ښه کيږي ولې ګرانې به نوره هم سيوا کيږي ځکه چې بجلۍ او ګيس په قيمت کښې اضافې امکان دے په کوم باندې به چې اولس چغې سورې وهي۔

اسد عمر زياته کړې چې کله د ملک معيشت بحال کيږي نو ګراني پکښې راځي او دا چې آئي ايم ايف سره ئې اختلافات کم شوي او د قرضې لپاره مذاکرات روان دي

Show More

Related Articles