کرتار پور راهدارې باندې پاکستان او هند ترمينځ خبرې روانې دې

د کرتارپور راهدارې سنګ بنياد د تير کال نومبر په شلمه نيټه وزيراعظم عمران خان ايښودي وو

کرتار پور راهدارې په منصوبه د پاکستان او بهارت ترمينځه خبرې اترې  د هندوستان  په اټاري سيمه کښې شورو شويدي،مذاکراتو کښې د پاکستان اتلس کسيزه وفد برخه اخلي۔

کرتارپور کوريډور مذاکراتو کښې د پاکستاني وفد مشري ډائريکټر جنرل سارک ډاکټر فيصل کوي، تلو  نه وړاندې ميډيا سره خبرو کښې ډاکټر فيصل اويل چې د مثبت پيغام سره مذاکراتو کښې برخه اخلو ، اميد لرو چې بهارت به هم يو ګام را وړاندې شي۔

زمونږ سوچ دا دې چې داسې ونه ولږو د کوم سورے چې د ګاؤنډي په کور هم پريوځي،مذاکراتو کښې ګډون لپاره د پاکستان ډپټي هائي کمشنر سيدحيدر شاه تيره ورځ امرتسر ته تلے وو ولې د پاکستان د وفد باقي غړي نن د واهګه بارډر د لارې بهارت ته تلي وو۔

امرتسر ښار کښې ميډيا سره خبرو په وخت د پاکستان ډپټي هائي کمشنر سيد حيدر شاه ويلې دي چې کرتارپور راهداري سکه ورو ولې ته آسانې ورکولو لپاره پرانستلي شي۔
د هغه وينا وه چې کرتارپور د لارې پاکستان ته تلونکې کسان د ويزې نه استشني ګرځولو په معامله هم دې مذاکراتو کښې خبرې کيږي۔

ياده دې وي چې د کرتارپور راهدارې سنګ بنياد د تير کال نومبر په شلمه نيټه وزيراعظم عمران خان ايښودي وو او دا روډ به د روان کال نومبر مياشت کښې مکمل شي۔

Show More

Related Articles