بې نامې اکاؤنټس: پيښور نه مهم ملزم نيولې شوې

وفاقې تحقيقاتې ادارې (ايف آئې اے) پيښور کښې بے نامې اکاؤنټس چلونکې مهم ملزم فضيل خان نيولې دې۔ د ملزم پنځه ديرش بينکو کښې اکاؤنټس څرګندونه شوې کوم باندې چې نهه اربه روپو ټرانزيکشن شويدې۔

د ايف آئې اے کمرشل بينک سرکل چارواکو د بې نامې اکاؤنټس مالکانو پرضد کاروائې دوام لرې او دے لړ کښې نن د پيښور مال روډ باندې په يو کور چهاپه لګولې شوې او هلته نه مهم دستاويزات برآمد کړې شويدې، او دا چې د منشياتو کاروبار کونکې بدنام زمانه ډيلر حاجې خان آفريدې څوک چې وړوکے حاجې باندې مشهور د هغه زوې فضيل خان نيولې شوېدې۔

چارواکو ويلې چې د ملزم فضيل خان د پاکستان مختلفو بينکونو کښې پنځه ديرش اکاونټونه دې کوم چې ئې د خپلو منشيانو په نامو کولاو کړې وې او اوسه پورې پرې د نهه اربه روپو ټرانزيکشن شويدې۔

ملزم فضيل خان پاکستان کښې د غير ملکې کرنسې ټولو نه لوئې ډېلر دې او دبې سعودې عرب کښې استوګن پاکستانيان خپلې پيسې د فضيل خان د ملازمينو په زريعه غير قانونې طريقه باندې ملک ته راليږې کومې بيا د هغه کس کورنې ته ورکولې شې۔

چارواکو دا هم ويلې دې چې ملزم فضيل خان د اکاؤنټس لړې د کراچې بي نامې اکاؤنټس سره ميلاويږې او دا چې کومو اکاونټونو ته پيسې استولې شوې د هغې ريکارډ ترلاسه کړې شويدې، د کومې ورسته چې اوس د نورو ملزمانو د نيولو طمع ده۔

د ايف آئې اے چارواکې وائې چې د ملزم پرضد مقدمه درج کړي شوي او پلټنئ ترې روانې دې۔

Show More

Related Articles