بريګيډئر (ر) اسد منير اسلام اباد کښې په مړ حالت کښې موندې شوي دې

ايس ايچ او دا هم ويلې دې چې د مقتول کورنې د مړې پوسټ مارټم کولو نه انکار کړيدې او دا چې د قانونې کاروائې سرته رسيدو ورسته به مړي کورنې ته سپارلې شې

د کيپټل ډيولپمنټ اتهارټې (سې ډي اے) پخوانې غړې بريګيډيئر (ر) اسد منير اسلام اباد کښې په مړ حالت کښې موندې شويدې۔ خبرې ادارې ډان لکې دې چې د سيکريټريټ تاڼي ايس ايچ او اسجد ويلې دې چې دۀ د ځان وژنې کيس دې، او کرمنل پروسيجر کوډ دفعه يو سل څلور اويا لاندې مقدمه درج کړي شويده۔

ايس ايچ او دا هم ويلې دې چې د مقتول کورنې د مړې پوسټ مارټم کولو نه انکار کړيدې او دا چې د قانونې کاروائې سرته رسيدو ورسته به مړي کورنې ته سپارلې شې۔

خبرې اداره لکي چې پمز هسپتال سنئير ډاکټر ويلې دې چې د مړې پوسټ مارټم نه دې شوې ولې لاش باندې راښکاره شوې نخو نه خودکشې څرګنديږې۔

ډاکټر دا هم ويلې دې چې مړي باندې څه قسمه د مزاحمت نخې نشته دې کومې چې معلوميږي چې وژلې شوي نه دې، بلخوا د بريګيډيئر (ر) منير اسلم ورور خالد منير د سماجې رابطې ويب پانړي ته ويلې دې چې ورور مړ شويدې او د جنازې مونځ به ئې نن ماښام پنځه بجې ايچ ايټ هديره کولې ادا کيږي ولې ده له خپل ورور د مرګ وجه نه دۀ ويلې۔

څرګنده دې وې چې ارواښاد د اسلام اباد ډپلوميټک ايوينيو يو اپارټمنټ کښې استوګن وو۔ ياده دې دې دوه ورځې وړاندې د نيب ايګزيکټو بورډ دوه انکوائرو کښي درې ريفرنسو شروع کولو منظورې کوم کښې چې يو د بريګيډئر (ر) منير پرضد وو۔

د پاکستان پيپلز پارټې چئيرمين بلاول بهټو زردارې د ارواښاد کورنې سره د خفګان څرګندونه کړيده۔

Show More

Related Articles