آصف علي زرداري او بلاول بهټو زرداري نيب ته وړاندے شوي او ګنړ شمير کارکنان ګرفتار

د ميډيا زريعو ترمخه پخواني صدر آصف علي زرداري او بلاول بهټو زرداري نن پنډي کښي نيب ته وړاندے شوي او په دي محال دوانړو پلار او زوي ميګا مني لانډرنګ کيس کښي خپل خپل بيان نيب ته ريکارډ کړے دي۔

 

آصف علي زرداري او بلاول بهټو زرداري مني لانډرنګ کيس کښې نيب ته وړاندے شوي ولي بلخوا په دي موقع موجود د پاکستان پيپلز پارټۍ کارکنانو او د پوليس ترمينځه انښته کښي يوشمير کارکنان نيولي شوي دي۔

د ميډيا زريعو ترمخه پخواني صدر آصف علي زرداري او بلاول بهټو زرداري نن پنډي کښي نيب ته وړاندے شوي او په دي محال دوانړو پلار او زوي ميګا مني لانډرنګ کيس کښي خپل خپل بيان نيب ته ريکارډ کړے دي۔

په دي موقع د پي پي پي غړي او کارکنان په ګنړ شمير کښي د نيب دفتر مخي ته موجود وو او نعرے ي وخلي۔

د نيب دفتر مخے ته لګولے شوي پوليس او د پيپلز پارټۍ کارکنانو ترمينځ تاو تريخوالي رامخے ته شوي او د پارټي کارکنانو د پوليس ولقه ماتولو سره د نيب په دفتر ورختلي دي او ګنړ شمير کسان د نيب دفتر ته هم ننوتي دي۔

کارکنان د بلاول ګاډي نه هم تاو شوي او پوليس لاټي چارج کولو سره کارکنان د نيب دفتر نه د لرے کولو کوشش کړے په کومه کښي چي پوليس ناکامه شوي په دغه وخت پوليس او د کارکنانو تر مينځ انښته رامخے ته شوي۔

د قمر زمان کائره وينا ده چي پوليس د دوي کارکنان نيول شروع کړي دي او اوسه پورے دوه سوه کسان ګرفتار کړي دي۔ پي پي سينټرل ايګزيکټو کميټې سينئر غړي هم نيولي شوي دي په کوم کښي چي ميرباز خان کهيتران او سردار اظهر عباس هم شامل دي۔

زريعو ترمخه نيب ټيم د سلو نه زيات په سوالونو مشتمل يوه سوالنامه تياره کړي په کوم کښي چي به د آصف علي زرداري او بلاول بهټو زرداري نه د پارک لين کمپنې په حقله پلټني کولے شي۔

د نيب دوه ټيمونه به په بيلو بيلو کوټو کښي د آصف علي زرداري او بلاول بهټو زرداري نه بيان ريکارډ کوي۔

د نيب دفتر خواه شا د سکيورټي کلک ګامونه پورته کړي شوي ولي ډي چوک نه پارليمنټ پوري ټوله لاره پوليس لخوا تړلي شوي ده۔

تيره ورځ آصف علي زرداري او فريال تالپور ته د سند هائي کورټ نه د لس ورځو حفاظتي ضمانت ميلاو شوي وو او دوي ته د لس لکه روپو ضمانتي مچلکے د جمع کولو هم امر جاري شوي وو۔

Show More

Related Articles