وړومبۍ روژه به د مئ په پينځمه که شپږمه وي ؟

د موسمياتو محکمي ترمخۀ د روژې مياشت  به د راتلونکې مياشت مئ په پينځمه نيټه پاؤ کم په څلور بجې پيدا کيږي چې دغه مهال به د مياشت عمر پينځلس ساعته او دريالس منټه وي او د نمر پريوتو ورسته به تر اووۀ نيمو بجو په آسمان خپره وي۔

د موسمياتو محکمه وائې د موسمي ريکارډ ترمخه د ملک په يو شمير برخو کښې به موسم په جزوي توګه ابر آلود وي۔

دې لړ کښې د کلائميټ ډيټا پروسيسنګ سينټر لخوا د روژې د مياشتي پيش ګوئي شوې او د موسمياتو محکمي ويلي چې د مئ په پينځمه نيټه د اسلامي شعبان مياشت په يو کمي ديريشمه د مياشت په نظر راتلو امکان نشته ولې د سائيني اعداود شمار ترمخه د مياشت د نظر راتلو امکان د مئ په شپږمه نيټه څرګند شوے دے۔

Show More

Related Articles