د مئ دويمې نيټې نه په يوټيلټي سټورونو کښې رمضان ريليف پيکيج شروع کيږي

ټول ملک کښې د راتلونکي مئ مياشت دويمي نيټې نه په ټولو توټيلټي سټورونو کښې د رمضان ريليف پيکيج اغاز کيږي۔

د يوټيلټي سټور کارپوريشن لخوا جاري شوي اعلاميي ترمخه د رمضان ريليف پيکج ترسيور لاندې به په نورلس خوراکي څيزونو سبسډي ورکولې شي چې پکښې په يوټيلټي سټور کښې د اوړو په يو کلو کښې څلور، چينۍ کښې پينځه، غوړو کښي پينځلس او په تيلو کښې لس روپۍ سبسډي ورکولي شي۔

اعلاميه کښې ويل چې په دال کښي شل روپۍ، ماش دال کښې لس، د مونګ دال کښې پينځلس سپينه چڼه کښې پينځه ويشت، بيسن کښې شل، کهجورو کښې ديرش، باسمتي وريژو کښې پينځلس ولي سيلا او ټوټا وريژو کښي پينځلس روپۍ د يو کلو پر سر سنسډي ورکولې کيږي۔

همدارنګ په بيلا بيلو شربتونو کښې هم تر لسو روپو پورې ولي له دې ترڅنګ د چائے په پتو کښې د يو کلو په سر پينځوس او د شودو(پئ) په يو ليټر کښې پينځلس روپۍ سبسډي ورکولې شي۔

هم دا شان په يوټيلټي سټورونو کښې په مصالو هم تر لس فيصده پوري سبسډي ورکولو اعلاميه جاري شوي ده۔

Show More

Related Articles