د پاکستان پشمول ټوله نرۍ کښې نن د مزدورانو د حقونو نړيواله ورځ لمانځل شي

د پاکستان پشمول ټوله نرۍ کښې نن د مزدورانو د حقونو نړيواله ورځ لمانځل شي په دغه مناسبت سره د ملک په يو شمير ښارونو کښې د مزدورانو حقونو رابسيرۀ کولو لپاره د سيمينار او ريليو تابيا شوي ده۔

د مزدورانو نړيواله ورځ په شکاګو کښې د مزدروانو لخوا په شوې احتجاج د امريکائي حکومت له لوري په دوي د شوي تشدد په نتيجه کښې د مړۀ او ژوبل شوي مزدورانو په ياد کښې لمانځل شي۔

د مئ په وړومبۍ نيټه کال اتلس سوۀ شپږاتيايم کښې د څو خواري کښو په اپيل د شکاګو په فيکټريانو  کښې کار کونکي څلور لکه مزدورانو هرټال کړې ؤ، دغه هرټال دومره کامياب ؤ چې د امريکي يو ورځپانې (اخبار) ليکلي ؤ چې “نن د يوې فيکټرۍ د بټۍ هم لوګے نه دې پورته شوې” ۔

مزدورانو نه يواځې په دغه ورځ هرټال کړې بلکې د شکاګو په مارکيټ سکوائر کښې احتجاج ته هم راټول شوې چې پکښې د يوې اندازې ترمخه د مزدورانو شميرۀ پيځويشت زرۀ ښودل شوي ده۔

مزودرانو غوښتنه کوله چې د دوي د کار کولو دورانيه دې د څوارلس ساعتونو په ځاې اته ساعتونه وټاکل شي چې دغه مهال پوليس په دوي ډزي کړې چې پکښې ګڼ شمير مزدران مړۀ شوې د کومې د شميرې په اړه چې کرۀ معلومات نه دې ترلاسه شوي۔

له دغه پيښې ورسته چې کله په مزدرانو په جائزۀ غوښتنو ډزي وشوې نو له هغې ورځي نه پس په ټوله نړۍ کښې هر کال د مئ وړومبۍ نيټه د مزدرانو سره د يووالې په توګه لمانځل کيږي۔

Show More

Related Articles