پاکستان تحريک انصاف د ملک ټولو نه مالداره پارټي جوړا شويده

تحريک انصاف د پارټې شپږ بينک اکاؤنټس اليکشن کميشن کښې څرګند کړېدي او عمران خان د اثاثو تفصيلاتو سره سرټيفکيټ هم جمع کړېدي چي ترمخه ئي پې ټې آئي ممنوعه فنډنګ نه دي ترلاسه کړي

اليکشن کميشن د يو اتيا سياسي پارټو اثاثو تفصيلات ورکړيدي چې ترمخه پاکستان تحريک انصاف د ټولو نه مالداره سياسي پارټې په توګه رامخي ته شويده۔

د دستاويزاتو ترمخه د پې ټې آئې ټولې اثاثې يو ديرش کروړه شپږ شپيته لاکه ماليت دي، په يو کال کښې دننه دے اثاثو کښې د دوه ويشت کروړه روپو اضافه شويده، پاکستان تحريک انصاف باهر هيوادونو کښي ميشت پاکستانيانو نه شپږ کروړه اته پنځوس لاکه روپې فنډ اغستې دې، کوم کښې چې په امريکه کښې استوګن پاکستانيانو يو کروړ شپږويشت لاکه، او برطانيه کښې ژوند کونکو پاکستانيانو څلور کروړه دوه نوې لاکه نه سيوا فنډ ورکړيدي۔

تحريک انصاف د پارټې شپږ بينک اکاؤنټس اليکشن کميشن کښې څرګند کړېدي او عمران خان د اثاثو تفصيلاتو سره سرټيفکيټ هم جمع کړېدي چي ترمخه ئي پې ټې آئي ممنوعه فنډنګ نه دي ترلاسه کړي۔

د مسلم ليګ نون اثاثو ماليت پنځويشت کروړه دري ديرش لاکه روپو نه سيوا دي او په يو کال کښې دے اثاثو کښي دوه کروړه روپو نه سيوا اضافه شويده او دا چې پارټې د ټکټونو په مد کښې يولس کروړه اووه نوې لاکه روپې ترلاسه کړيدي۔

پاکستان پيپلز پارټې سره شپاړلس کروړه اويا لاکه روپو نه سيوا بينک بيلنس دي او نهه کروړه اووه ديرش لاکه روپو نه سيوا ئي د ټکټونو په مد کښې وصول کړيدې۔

د ريکارډ ترمخه د شيخ رشيد پارټې عوامې مسلم ليګ د ملک ټولو نه غريبو پاړتو کښې شامله ده او ورسره يو لاکه اته ديرش زره روپو اثاثي دي، تحريک لبيک پاکستان ته د چندي په مد کښې پنځوس لاکه روپې ترلاسه شويدي، ايم کيو ايم پاکستان ته يو کروړ پنځه اويا لاکه چنده کښې راجمع شويدي او دا چې جماعت اسلامي د لس کروړه دري شپيته لاکه روپو اثاثې لرې۔

Show More

Related Articles