د پوليو مخنيوي مهم پرضد منفي پروپيګينډا کونکي ګڼ شمير اکاونټس بند کړي شوي

د پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټي چئرمين د وزير اعظم د پوليو مخنيوي مهم مرستيال بابر بن عطا ته په ليکلي شوي مراسله کښي د سوشل ميډيا اکاونټس د بندولو په اړه تفصېلات ورکړيدې

حکومت د پوليو مخنيوي مهم خلاف په سوشل ميډيا منفي پروپيګينډا کولو پرضد کاروائي کړي او ګڼ شمير اکاونټونه ي بند کړي دي۔

د پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټي چئرمين د وزير اعظم د پوليو مخنيوي مهم مرستيال بابر بن عطا ته په ليکلي شوي مراسله کښي د سوشل ميډيا اکاونټس د بندولو په اړه تفصېلات ورکړيدې۔

د پي ټي اے چيئرمين ترمخه په مجموعي توګه يوسل څلور اوويا سوشل ميډيا اوکاونټونه بند کړي شوي دي، په کوم کښي چي د فيس بک يوسل ديرش، د ټوئټر څوارلس او يوټيوب ديرش اکاونټونه شامل دي۔

بلخوا د وزير اعظم د پوليو مخنيوي مهم مرستيال بابر بن عطا د سماجي رابطو ويب پانړي د ټوئتر د لاري په يو بيان کښي لکي دي چي ګڼ شمير کښي د پوليو مخالف فيس بک پوسټونه ختم کړي شوي دي، ولي يوټيوب نه په سوونو د پوليو مخالف ويډيوګاني هم لري کړي شوي دي۔

دوي وئيلي دي چي د سماجي رابطو ويب پانړي د ټوئټر نه هم د پوليو مخالف ټوټس لري کړي شويدې۔

بابر بن عطا دا هم  وئيلي چي ګوګل هم په يوټيوب د پوليو مخالف مواد خپرولو والا ته خبر داري ورکړي دي ولي پوليو پرضد مواد اپ لوډ کولو والا ته هم د وارننګ ورکولو لړې دوام لرې ۔

ياده دي وي چي تيرے څه مودے راهسي په سوشل ميډيا د پوليو مهم په حواله جعلي خبرونه او رپورټونه رامخے ته کيږي د کومے له عمله چي په ملک کښي  يوشمير والدينو خپلو ماشومانو ته د پوليو څاڅکو ورکولو نه انکاري کړي دے۔

Show More

Related Articles