آئي ايم ايف سره مذاکراتو کښي پرمختګ،خبرے اترے به دوه ورځو پوري دوام لري

د خزانے وزارت او د نړي والي مالياتي فنډ ادارے (آئي ايم ايف) چارواکو ترمينځ د قرض معاهدے ته ختمي شکل ورکولو له پاره د خبرو اترو لړې روانه ده

د خزانے وزارت او د نړي والي مالياتي فنډ ادارے (آئي ايم ايف) چارواکو ترمينځ د قرض معاهدے ته ختمي شکل ورکولو له پاره د خبرو اترو لړې روانه ده۔

تيره ورځ شوي خبرو اترو کښي ختمي معاهده نه ده کړي شوي، او دا مذاکرات دوه نورو ورځو پوري غزولي شويدې۔

د خزانے د وزارت زريعو وينا ده چي آئي ايم ايف سره خبرو کښي پرمختګ شوي دي او د چهټئ باوجود آئي ايم ايف سره خبرے اتري نن به دويمه ورځ هم رواني دي۔

په دي مذاکراتو کښي د واشنګټن نه هم د آئي ايم ايف چارواکي د کانفرنس کال د لاري ګډون کوي۔

که چري د ننئ خبرو څه نتيجه رابرسيره نه شوه نومزاکرات به سبا هم جاري وي۔

د زريعو ترمخه پاکستان ته د شپږ اربه او څلويښت کروړه ډالره د قرض ميلاويدو طمع د، د کومے ميعاد به چي درے کاله پوري وي۔

Show More

Related Articles