فواد چوهدري مياشت ليدو دپاره ايپلکيشن تيارو اعلان کړے دے

سائينس او ټيکنالوجي وفاقې وزير فواد چوهدري د مياشت ليدو دپاره ايپ تيارولو اعلان کړے دے، او ويلي دي چې د ايپلکيشن د لاري به يو کلک باندې خلک مياشت ليدے شې

سائينس او ټيکنالوجي وفاقې وزير فواد چوهدري د مياشت ليدو دپاره ايپ تيارولو اعلان کړے دے، او ويلي دي چې د ايپلکيشن د لاري به يو کلک باندې خلک مياشت ليدے شې۔
دا خبره فواد چوهدرې کراچې کښې د يوې خبرې غونډي په مهال کړيده او ويلي دې چې د پنځلسمي روژے پورے به قمري کلينډر هم تيار کړے شې، وفاقې وزير ويلي دي چې علماۓ اکرامو ته مو د کلينډر جوړولو غونډو کښې د کيناستو بلنه هم ورکړے ده۔

د سائينس ټيکنالوجي وزير اويل چې پاکستان به ډېر زر خلائي شعبه کښې هندوستان ته ماتي ورکړي۔د ملک سياسې صورتحال په اړه فواد چوهدري اويل چې د آصف علي زرداري او نواز شريف سياست ختم شويدے، که د چا زړه ښه وي او که بد عمران خان به د ملک وزيراعظم وې او دا چې اپوزيشن اين آر او غواړي ولې حکومت به کله هم اين آر او ورنکړي۔

د خبري غونډې په مهال وفاقي وزير اويل چې نړوالې مالياتي اداري (آئي ايم ايف) سره به ډير زر ټول معاملات سرته وو رسې ولې مخالفو ګوندونو له دے د ملک معاش په اړه هډو خبره نه ده پکار ځکه چې معيشت هم دغه خلقو تباه کړے دے۔

Show More

Related Articles