آصف علې زرداري حکومت پرضد په سړکونو تحريک شروع کولو اعلان کړے دے

پخوانې صدر آصف علې زرداري د پارليمان باهر سړکونو باندې د پاکستان تحريک انصاف حکومت پرضد تحريک شروع کولو اعلان کړے دے

پخوانې صدر آصف علې زرداري د پارليمان باهر سړکونو باندې د پاکستان تحريک انصاف حکومت پرضد تحريک شروع کولو اعلان کړے دے۔

دا خبره آصف علې زرداري اسلام اباد هائي کورټ کښې د پيشي ورسته د ميډيا غړو سره د خبرو په مهال کړيده، پخوانې صدر اويل چي نيب او ملک معاش يو ځي نشي چليدلے، د هغه دعوه وه چې د تير وخت او موجوده ايمنسټي سکيم هيڅ قسمه فرق نشته دے، آصف زرداري اويل که چه سره لږه ډيره پيسه وي نو د بليک مني نه به وائټ شې۔

د ايمنسټي سکيم په اړه دوي دا هم اويل چې له دے سکيم خو به چه ته فائده وي ولي قوم ته ئي هيڅ ګټه نشته دے۔

بلخوا نن اسلام اباد هائي کورټ د قامې احتساب بيورو (نيب) د لوري د پخوانې صدر او پيپلز پارټې شريک چئيرمين آصف علي زرداري پرضد روانې شپږ انکوائرو او نورو کيسونو کښې د عبوري ضمانت منظوري ورکړيده۔

Show More

Related Articles