د روپۍ په قدر کښې کمې، د ډالر نرخ يوسل اته څلويښت روپو ته رسيدلې

د ډالر په سيالۍ کښې د روپۍ قدر کميدو ورسته نن په انټربينک کښې د ډالر په نرخ کښې شپږ روپۍ اضافه کيدو سره هغه يوسل اته څلويښت روپو ته رسيدلې دے۔

د ټريډنګ په مهال په انټربينک کښې نن په شروع کښې د ډالر نرخ يوسل يوڅلويښت روپۍ او پينځوست پيسې ؤ کوم چې اوس يوسل اته څلويښت روپو ته رسيدلے دے۔

د پوهانو ترمخه د ډالر په قدر کښې اضافه او د روپۍ په قدر کښې د روان کمي وجه د آئي ايم ايف او پاکستان ترمينځ شوي معاهده  ښودل شوې له کومې نه پس چې په مارکيټ کښې غير باوري صورتحال پيدا شوي دي۔

په مارکيټ کښې دا افواهانې هم خپرې شوي چې د حکومت او د نړيوال مالياتي فنډ ( آئي ايم ايف) ترمينځ د شوي معاهدې له وجې د روپۍ په قدر کښې نور هم د پينځلس نه تر شل فيصده د کمي امکان شته دے۔

په ډاګه دي وي چې د روپۍ په سيالۍ کښې د ډالر نرخ سيوا کيدو سره د ټول ملک د خوراکي څيزونو پشمول د نورو څيزونو په نرخونو کښې اضافه کيږي چې له وجې ئي عام اولس متاثره کيږي۔

Show More

Related Articles