شهباز شريف : لندن کښې د سياسي پناۀ اخستو خبرونه بے بنياده دي

قامي اسمبلۍ کښې د مخالف ګوندونو مشر شهباز شريف ويلي د هغه په ضد خپاره شوي د سياسي پناه اخستو خبرونو بے بنياده دي، خبر ورکونکي بايد ثبوت راوړي چې دروغ رېښتيا معلوم شي۔

نجي ټيلي ويژن سره د خبرو په مهال د مسلم ليګ (ن) صدر ويلي” د غلط خبرونو خپرولو سره دې د قام وخت ضائع نکړې شي هغه ويلي د غلط بيانۍ هم څه حد وي، عمران خان د سرۀ تر پښو پورې دروغ وائي خو ولي قام به د هغه نه د دروغ ويلو حساب غواړي”۔

شهباز شريف ويلي لندن ته د خپل علاج او نمسي ليدلو له راغلې يم څه لږ ډير چيک مي پاتي دې هغه کيدو سره به ډير زر پاکستان ته بيرته درځم۔

څرګنده دي وي چې څو ورځې وړاندې آشيانه هاؤسنګ سيکم کيس کښې په ضمانت خوشي شوي شهباز شريف په اړۀ ميډيا باندې خبرونو خپاره شوي ؤ چې هغه په لندن کښې سياسي پناۀ اخستل غواړي کوم چې هغه بے بنياده ګرځولي دي۔

ياده دي وي ئې چې د تيرې شوي مياشت په لسمه نيټه لندن ته د تلو په وخت شهباز شريف ويلي ؤ هغه د لندن په مختصرۀ  دوره روان دې او ډير زر به وطن ته واپس شي۔

Show More

Related Articles