ګلګت بلتستان کښې د هندوستان خفيه ايجنسي را نيټ ورک نيولي شوي

ګلګت بلتستان کښې د پاکستان خفيه ادارو کاميابۍ کارروائۍ په مهال ملک کښې اړي ګړي په کار لګيا د را نيټ ورک نيولې دي

ګلګت بلتستان کښې د ترهګرۍ او تخريب کارۍ دپاره د بهارت خفيه ايجنسۍ را منصوبه ناکامه کړي شويده ، سرچيني وائي چې د بالاورستان نيشنل فرنټ حميد ګروپ په نوم د مقامي قوم پرست تنظيم څوارلس کسان نيولې شويدي چا چې ګلګت بلتستان کښې د د انتشار جوړولو منصوبه بندي کړې وه۔
ګلګت بلتستان کښې د پاکستان خفيه ادارو کاميابۍ کارروائۍ په مهال ملک کښې اړي ګړي په کار لګيا د را نيټ ورک نيولې دي۔

سرچيني وائي چې دغي نيټ ورک ګلګت بلتستان کښې انتشار جوړولو اوږده منصوبه بندۍ کړي وه او دا چې د بالاورستان نيشنل فرنټ حميد ګروپ په نوم د مقامي قوم پرست تنظيم  نيولي شوي څوارلس غړو د قبضے نه په لويے مقدار کښې وسله او بارودي مواد هم ترلاسه کړې شويدي۔
زريعي وائي چې دغې قام پرست تنظيم به د بهارتي خفيه ايجنسۍ را دپاره کار کولو او هدف ئې د مختلفو يونيوسټو ځوانان د ترهګرۍ او انتشار جوړولو په لور راړول وو۔
د تنظيم چيئرمين عبدالحميد خان کال نولس سوه نهه نوي دوران را هندوستان ته بوتلې وو چرته کښې چې هغه د را ايجنټس کرنل ارجن او جوشي په نګرانۍ کښې وو۔
زريعو ترمخه عبدالحميد د دهلۍ په يو تهري سټار اپارټمنټ کښې ساتلې شوي وو او ورستو بيا د هغه دري ځامن او نوره کورنۍ هم بهارت ته منتقل کړې شوي وه ، را هغه له کاروبار چلولو دپاره بهارتي شناختي دستاويز او سهولتونه هم ورکړيدي۔

Show More

Related Articles