رويت هلال، د سائنس او ټيکنالوجي وزارت قمري کلينډر تيار کړي

د فواد چوهدري ترمخه د کلينډر جاري کولو نه مخکښي به علما کرام سره هم مشوره کولو شي او اسلامي نظرياتي کونسل د رائے نه پس به کلينډر د منظورولو له پاره وفاقي کابينے ته وړاندے کولو شي۔

رويت هلال له پاره د سائنس او ټيکنالوجي ماهرانو په سائنسي بنيادونو قمري کلينډر تيار کړي دے۔

د سائنس او ټيکنالوجي وفاقي وزير فواد چوهدري ترمخه دا کلينډر پنځه کالو له پاره جوړ کړي شوي دي او هر پنځه کال پس به د دے بيا جائزه اغستلي شي۔

وفاقي وزير وئيلي دي چي قمري کلينډر په حواله اسلامي نظرياتي کونسل نه صلاح اغستلو له پاره رابطه کړي او هغوي د کلينډر په حواله خبرولو روسته وئيلي شوي چي مفتي منيب الرحمان او مفتي شهاب الدين پوپلزئي به هم راغوغښتلو سره تري صلاح اغستلي شي۔

د فواد چوهدري ترمخه د کلينډر جاري کولو نه مخکښي به علما کرام سره هم مشوره کولو شي او اسلامي نظرياتي کونسل د رائے نه پس به کلينډر د منظورولو له پاره وفاقي کابينے ته وړاندے کولو شي۔

د دوي وينا وه چي د دوي کوشش دي چي د روژے په مياشت کښي دا قمري کلينډر جاري کړي شي۔

ياده دي وي چي  سائنس اينډ ټيکنالوجي وزارت د روژے شروع کيدو نه يو ورځ مخکښي خپل بيان کښي وئيلي وو چي د اختر اود روژے مياشت باندي شپږ ديرش نه تر څلويښت لکه روپو پورے خرچ کول کومه د اوښيارتوب خبره ده۔

د دوي وينا وه چي د مياشت کتلو له پاره د سائنس اينډ ټيکنالوجي نه فائده پورته کول پکار دي او دا چي د لس کاله کلينډر جوړيدو سره به غير ضروري خرچه او اختلافاتو نه هم بچ پاتي شو۔

د دے نه روستو فواد چوهدري قمري کلينډر په روژه کښي سرته د رسولو لوظ کړي وو۔

د سائنس اينډ ټيکنالوجي وفاقي وزير د ټوئټر د لارے خپل پيغام کښي وئيلي چي مفتي منيب الرحمان او شهاب الدين پوپلزئي ته بلنه ليږلے شي او دواړه دي تشريف راوړي او اودي ګوري چي مياشت څنګه ګردش کوي۔

 

 

Show More

Related Articles