د روپئ په قدر کښي ريکارډ کمي،او ډالر د ملک په تاريخ کښي لوړ کچ ته رسيدلے

تيرو څلور ورځو کښې د روپئ په مقابله کښي ډالر خواشا لس روپئ ګران شوي

تيرو څو ورځو راهسي د ډالر په مقابله کښي د روپئ په قدر کښي مسلسل کمي راروان دي او هره ورځ  د پاکستاني کرنسئ په بے قدرئ کښي زيات والي کيږي۔

د مالياتي نړي والي ادارے آئي ايم ايف نه د اغستي شوي د قرض معاهدے نه روسته پاکستاني کرنسئ قدر کښي مسلسل زياتوالي کيږي۔

د انديښنو رامخے ته کيدو په تناظر کښي انټربينک او اوپن مارکيټ کښي غير ملکي کرنسو او په خاصه توګه د ډالر په اغستلو کښي زياتوالي راغلي دے۔ چي له وجي روپئ نوره هم د فشار ښکار شوي ده او مسلسل بے قدره کيږي۔

نن انټربينک کښي د امريکائي ډالر په قدر کښي د روپئ په مقابله کښي دوه روپئ اضافه شوي ده د کومے روسته انټر بينک کښي د ډالر نرخ يوسل دوه پنځوس ته رسيدلے دي۔

بل اړخ ته اوپن مارکيټ کښي هم ډالر کښي دوه روپئ زياتوالي راغلے او يوسل درے پنځوس روپے ته رسيدلے دي او اوس حال دا دي چي څوک هم په مارکېت کښي ډالر خرڅولو ته تيار نه دي۔

څرګنده دي وي چي تيرو څلور ورځو کښې د روپئ په مقابله کښي ډالر خواشا لس روپئ ګران شوي دي د کومے په وجه چي په پاکستان دغيرملکي قرضو حجم يو زر ارب روپئ زيات شوي دي۔

Show More

Related Articles