رويت هلال کميټئ کيس: وفاقي حکومت او مفتي منيب الرحمان ته نوټس جاري شوي

د درخواست اوريدنه چيف جسټس وقار احمد سيټھ او جسټس عبدالشکور کړي ده

پيښور هائي کورټ رويت هلال کميټئ په حواله کيس کښي وفاقي حکومت، د رويت هلال کميټئ چيئرمين مفتي منيب الرحمان ته نوټس جاري کړے دي۔

پيښور هائي کورټ کښي يو درخواست جمع کړي شوي وو په کوم کښي چي د رويت هلال کميټئ ته د مياشت کتلو نه په منع کيدو استدعا شوي ده۔

درخواست کښي دا هم وئيلي شوي چي ملک کښي په مياشت کتلو مسلے رامخے ته کيږي د کومے په وجي چي ملک کښي دوه دوه اختره مانځلے شي۔

د درخواست اوريدنه چيف جسټس وقار احمد سيټھ او جسټس عبدالشکور کړي ده۔

عدالت وفاقي حکومت، د رويت هلال کميټئ چيئرمين مفتي منيب الرحمان ته نوټس جاري کړي او جواب ي تري غوښتلي دي۔

ياده دي وي چي پاکستان کښي د ډيرے مودے راهسي د روژے او اختر په مياشت د رويت هلال په حواله اختلاف وي او هر کال دوه دوه اخترونه کولے شي۔

بل اړخ ته رويت هلال له پاره د سائنس او ټيکنالوجئ د وزارت ماهرانو په سائنسي بنيادونو قمري کلينډر جوړ کړي دي۔د کوم به چي هر پنځه کاله پس بيا جائزه اغستلي شي۔

Show More

Related Articles