د ورکوټي اختر د مياشت اعلان به رويت هلال کميټي کوي

د شوال مياشت په څلورم جون په نظر راتلو امکان دے او ورکوټي اختر به په پنځم جون وي

د ورکوټي اختر مياشت کتلو له پاره د رويت هلال کميټئ غونډه د جون په څلورمه نيټه رابللے شوي ده۔

د مذهبي چارو وزارت لخوا د اعلاميے ترمخه د اختر مياشت اعلان به رويت هلال کميتي کوي او غونډه به د مفتي منيب الرحمان په مشرے کښي په کراچي کولے شي۔

د کميټي غونډه د مذهبي چارو وزارت رابللے ده د کومے اعلاميه چي هم جاري کړي شوي ده۔

اعلاميه کښي وئيلي شوي دي چي مفتي منيب الرحمان په مشرے کښي د رويت هلال کميټئ غونډه به کراچي کښي کيږي او د اختر مياشت اعلان به مرکزي رويت هلال کميټئ کوي۔

بل اړخ ته د سائنس او ټيکنالوجي وزارت په قمري کلينډر اسلامي نظرياتي کونسل سره رابطه کړي ده۔

او اسلامي نظرياتي کونسل ته ي په باقاعده توګه په قمري کلينډر د رائے اغستلو له پاره خط استولے دي۔

څرګنده دي وي چي د سائنس او ټيکنالوجي وفاقي وزير فواد چوهدري رويت هلال له پاره کميټئ جوړه کړي وه کومے چي قمري کلينډر تيار کړي دي او د دغه کلينډر ترمخه سخکال به نهيشت روژے وي او د شوال مياشت په څلورم جون په نظر راتلو امکان دے او ورکوټي اختر به په پنځم جون وي۔

Show More

Related Articles