د چيئرمين نيب په حواله آډيو کلپ دروغ دي:نيب

قامي احتساب بيورو(نيب) په يو نجي ټي وي خپره شوي د نيب چيئرمين جاويد اقبال متعلق د خبر په سختئ سره ترديد کړي دے۔

 

قامي احتساب بيورو(نيب) په يو نجي ټي وي خپره شوي د نيب چيئرمين جاويد اقبال متعلق د خبر په سختئ سره ترديد کړي دے۔

نيب د اعلاميے ترمخه په نجي چينل ښودلے شوي خبر دروغ دے او دا د بليک ميلر يو ډله ده ، د دچا مقصد چي نيب او د نيب د چيئرمين عزت ته زيان رسول دي۔

په اعلاميه کښي د نجي ټي وي آډيو ټيپ د کوم  آواز چي  جسټس ريټائرډ جاويد اقبال سره تړلي شوي دي او يو نارينه زنانه سره د اخلاقو د چوکاټ نه بهر خبري کوي، دا د بليک ميلرانو د ډلے دروغ پروپيګنډا بللے ده۔

په اعلامه کښي وئيلي شوي دي چي ادارے ټول فشار او بليک ميلنګ په شا غورځولو سره د دے ډلے دوه کسان نه يواځي نيولي دي ولي د ريفرنس منظوري هم ورکړي ده۔

د نيب ترمخه د بليک ميلر ګروپ خلاف د ټول ملک مختلف برخو کښي دوه څلويښت ايف آئي آر درج دي، په کوم کښي چي بليک ميلنګ، اغوا برائے تاوان، نيب او ايف آئي اے جعلي افسران  په جوړيدولو سرکاري او نور کسان بليک ميل کولو سره کړوړونه روپئ لوټ کړي د کوم ثبوت چي نيب سره موجود دے۔

په اعلامه کښي وئيلي شوي دي چي دا خبر هم بليک ملينګ کولو سره د نيب ريفرنس نه د تښتے کولو له پاره لاره وه، بليک ميلر ډلے مشر فاروق دا وخت کوټ لکهپت جيل لاهور کښي دے۔

Show More

Related Articles