د چين نائب صدر دري ورځنئ سرکاري دوره باندي اسلام اباد ته رارسيدلي

خارجه وزير شاه محمود قريشي نور خان ائيربيس باندي د دروند ميلمه تود هرکلي کړے کړېدي او ماشومانو ورته د ګلونو ګيډلي وړاندي کړيدې

د پاکستان د ګاونډي هيواد چين نائب صدروانګ کشان په درې ورځنۍ سرکاري دوره پاکستان ته رارسيدلي دے۔

خارجه وزير شاه محمود قريشي نور خان ائيربيس باندي د دروند ميلمه تود هرکلي کړے کړېدي او ماشومانو ورته د ګلونو ګيډلي وړاندي کړيدې۔

د خارجه دفتر وياند ترمخه د چين نائب صدر وانګ کشان به د خپلې دورې په مهال د صدرعارف علوي او وزيراعظم عمران خان سره ملاقات کوي۔

دې لړ کښې د چين نائب صدر په درناوي کښې د يوې خصوصي دستوره تابيا هم شوي چې به پکښي صدر عارف علوي راغلي ميلمه ته اعلي  ايوارډ ورکوي۔

وياند ويلي د وانګ کشان پاکستان ته د دورې په مهال د دواړو هيوادنو ترمينځ په بېلا بېلو څانګو کښې د مرستو سيوا کولو لپاره په معاهدو او مفاهمتي ياداښتونه به هم لاس ليک کيږي۔

Show More

Related Articles