فرشته قتل کيس: پوليس ملزمانو نيولو دپاره اولس نه مرسته غوښتي

څرګنده دے وې چې وژلي شوي فرشتي نومي ماشومي بنيادي تعلق د قبائلي ضلعي مومندو سره دي او د خپل مور پلار سره د اسلام اباد شهزاد ټاون کښې استوګن وو

اسلام اباد کښې د جنسې زياتي ورسته وژلي شوي لس کلني ماشومي فرشتي وژنه کښې ملزمانو نيولو دپاره وفاقي پوليس اولس نه مرسته غوښتلې ده۔

اسلام اباد پوليس پيښه کښې ککړ کسانو په اړه اطلاع ورکونکي کس دپاره د لس لاکه روپو انعام ورکولو اعلان کړے دے، پوليس ويلي دي چي ملزمانو اطلاع ورکونکي کسان ډي آئي جي آرپريشن او ايس پي انوسټي ګيشن سره رابطه کولې شې۔

څرګنده دے وې چې وژلي شوي فرشتي نومي ماشومي بنيادي تعلق د قبائلي ضلعي مومندو سره دي او د خپل مور پلار سره د اسلام اباد شهزاد ټاون کښې استوګن وو۔

د فرشتي قتل کيس ړومبي رپورټ ترمخه لس کلني ماشومي پلار د رواني مياشتي په پنځلسمه نيټه د فرشتي د بي درکي په حقله پوليس ته معلومات ورکړې وو، ولي د څلور ورځو ځنډ ورسته ايف آئي آر درج کړي شوي وو او په شلمه مې د ماشومي مړ د سيمي ځنګل نه مندلي شوي وو۔

د رپورټ ترمخه د پوليس رويه د ماشومي لواحقينو سره ډېره نامناسبه وه، او پوليس د ماشومي پلار باندي د دفتر صفائي کړوه، ورسته د ايډيشنل ډپټي کمشنر په مداخلت باندي د ماشومي پوسټ مارټم شويدې۔

Show More

Related Articles