د خزانې مشير : د ټيسکونو بوج به څه مودې لپاره زغمل وي

د خزانې مشير عبدالحفيظ شيخ ويلي د ټيکسونو بوج به د څه مودې لپاره زغمل غواړي ولې چې موجوده حالات کښې حکومت د مراعات ورکولو په پوزيشن کښې نه دې۔

دې لړکښې د خزانې لپاره د وزيراعظم مشير ډاکټرعبدالحفيظ شيخ په مشرۍ کښې د سواداګرو او صنعت کارو غونډه ترسره شوې چې پکښې د خزانې مشير په غونډه کښې ګډون کونکي د معاشي صورتحاله خبره کړي دي۔

دغه مهال د سوداګرو لخوا د ملک په موجوده صورتحال د انديښنو څرګندونه شوې او د خزانې مشير ته يې د معيشت په اړه تجويزونو هم ورکړي دي۔

په دې موقع ډاکټر حفيظ شيخ ويلي حکومت په موجود حالاتو کښې د مراعات ورکولو جوګه نه دې نو ځکه به د ټيسکونو بوج څه مودې لپاره زغمل وي۔

د خزانې مشير زياته کړه د افسوس خبره دا دۀ چې کوم سيکټر هم ټيکس ورکولو ته تيار نه دې نو ځکه د بجلۍ او ګيس په نرخونو کښې اضافه زمونږ مجبوري جوړه شوي، مونږ به هڅه کوو چې د سواداګرو او صنعتکارو په تجويزونو عمل وکړو۔

Show More

Related Articles