نيب د مسلم ليګ(ن) نائب صدر حمزه شهباز ګرفتار کړې

د لاهور هائيکورټ لخوا د حمزه شهباز د ضمانت خواست رد شوې له کومې ورسته چې نيب هغه له عدالته ګرفتار کړے دے۔

د مسلم ليګ (ن) رهنما او د پنجاب په اسمبلۍ کښې اپوزيشن ليډر حمزه شهباز د آمدن نه سيوا اثاثو، رمضان شوګر ملز او مني لانډرنګ کيس اوريدنې په لړ کښې نن د لاهور هائيکورټ ته وړاندې شوې ؤ۔

د لاهورهائيکورټ دوۀ کسيزه بيچ د حمزه شهباز په ضمانت کښې د توسيع په خواست اوريدنه کړې چې دغه مهال د نيب ايډيشنل پراسيکيوټر جنرل جهانزيب بهروانه دريځ خپل کړې چې حمزه شهباز د آمدن نه سيوا ثاثې نه لري، حمزه او د هغه کورينۍ مني لانډرنګ کړے دے۔

عدالت د نيب ايډيشنل پراسيکيوټر دليلونه اوريدو سره د حمزه شهباز عبوري ضمانت کښې د توسيع خواست رد کړې دې۔

د خواست رد کيدو نه پس د نيب ډلي حمزه شهباز د عدالت په کمره کښې ګرفتار کړے دے۔

Show More

Related Articles