وفاقي حکومت د ۷۰ کهرب ۲۲ ارب روپو بجټ وړاندې کړے

سپيکر اسد قيصر په مشري کښې شوي بجټ غونډه کښي د مالياتو وزير مملکت حماد اظهر د مالې کال دوه زره نورلسم او شلم بجټ وړاندي کړے دي او دا چې وزيراعظم عمران خان هم اجلاس کښې موجود وو

وفاقې حکومت د اويا کهرب او دوه ويشت اربه روپو ماليت بجټ وړاندي کړے دي کوم چي د تير مالي کال بجټ نه ديرش فيصده سيوا دې۔

سپيکر اسد قيصر په مشري کښې شوي بجټ غونډه کښي د مالياتو وزير مملکت حماد اظهر د مالې کال دوه زره نورلسم او شلم بجټ وړاندي کړے دي او دا چې وزيراعظم عمران خان هم اجلاس کښې موجود وو۔

د بجټ مهم نکات

* سول بجټ ۴۶۰ اربه روپو نه کميدو سره ۴۳۷ اربه روپو ته راکم کړے شويدي۔

* دفاعي بجټ ۱۱۵۰ اربه روپي په خپل ځي ساتل شويدے۔

* قامي مالياتي پروګرام دپاره ۱۸۰۰ ارب روپے ځانله کړے شويدي۔

* قبائلې ضلعو کښې ترقياتي کارونو دپاره ۱۵۲ اربه ځانله کړے شويدي۔

* اعلي تعليم دپاره ۴۵ اربه روپي مختص کړے شويدې۔

* وزيراعظم پشمول د وفاقي کابيني تنخواګانو کښې د لس فيصدي کمي فيصله شويده۔

* ملازمينو تنخوا کم نه کم ۱۷۵۰۰ روپي کړے شويده۔

* ګريد يو نه شپاړلس پوري ټولو سرکاري ملازمينو تنخوا کښې د لس فيصدي اضافي اعلان۔

* وفاقي بجټ خساره ۳۵ کهرب ۶۰ اربه روپے ايخودي شويده۔

د بجټ تقرير کښې د ريوينيو مملکت وزير حماد اظهر اويل چي کله پې ټې آئي ته حکومت ترلاسه شو نو د پاکستان قرضه او ادائيګياني يو ديرش زره اربه روپے وي او د اووه نوي ارب امريکائي ډالر باهر ملکي قرضه وه۔

حماد اظهر دا هم اويل چي تير دوه کالو کښې د سټيټ بينک ذخائر اتلس اربه ډالر نه لاندي راتلو سره لس اربه ته پاتي شويدې، کرنټ اکانټ خساره هم لوړي کچي ته رسيدلي ده۔

ده اويل چي د نړوالې مالياتي اداري (آئي ايم ايف) سره شپږ اربه ډالرمعاهده شويده، بورډ منظوري ورسته به دے منصوبه باندي عمل درآمد شروع کولې شې، دے سره به معيشت مستحکم شي او کليزي ترقي کښې به اضافه وو شې۔

د بجټ غونډي په محال مخالفو ګوندونو سخت احتجاج کړے دي او د سپيکر د ډايس نه راچاپيره کيدو سره نعره بازي کړيده۔

 

Show More

Related Articles