اپوزيشن ګوندونو د کال دوۀ زره نورلسم او شلم لپاره وفاقي بجټ مسترد کړے

د متحده اپوزيشن ګوندونو مشرانو تيره ورځ وړاندې شوې د کال دوۀ زره نورلسم او شلم لپاره وفاقي بجټ مسترد کړے دے۔

د وفاقي حکومت لخوا د مالي کال دوۀ نورلسم او شلم لپاره شاوخوا پنځوست فيصده د خسارے بجټ وړاندې شوې چې پکښې د يولس کهرب روپو نه سيوا نوې ټيکسونه لګولې شوي چې ترمخه يي چيني، خوراکي تيل، سيګريټ، ګيس او د ګاډو پشمول د نورو څيزونو نرخونه سيوا شوي دي۔

دې لړ کښې د پاکستان پيپلزګوند چئيرمين بلاول بوټو ويلي چې د دوي ګوند به هڅه کوي چې دغه بجټ د پارليمانه پاس نکړې شي۔

همدا شان د پاکستان مسلم ليګ (ن) نائب صدر مريم نواز ويلي دا بجټ نه بلکې د نااهلو خلکو لخوا د اولس وينې څښلو نسخه ده۔

هغي ويلي ګراني، بيروزګاري او غربت د نااهل حکومت يوبله توره کارنامه ده دا به پاکستان نور هم څو کلونه ورسته بوځي او د غربت سړي لپاره به ګرانه شي۔

مريم نواز په وزيراعظم عمران خان د نيوکو سره ويلي د کوم سړې د کور او ذاتي خرچه چې د هغه ارب پتي ملګرې برداشت کوي، هغه ته څنګ د احساس کيدلائ شي چې د يو خواري کښ په پينځلس زره روپۍ تنخوا د خپلي کورنۍ سره ژوندې پاتي کيدلائ شي۔

له دې ترڅنګ د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديارولي خان هم د وفاق په بجټ خپل غبرګون ښودلو سره ويلي چې د دوي ګوند په مکمله توګه وفاقي بجټ رد کوي۔

هغه ويلي وفاقي بجټ په ښکاره توګه د آئي ايم ايف لخوا تيار شوې چې پکښې يوځل بيا غريب اولس په نخښه شوې دې۔

اسفنديارولي خان ويلي په وفاقي بجټ کښې د تعليم، صحت، او غيرملکي قرضو لپاره هڅه کوټلي تګلاره نه ده شامل شوې۔

Show More

Related Articles