که په ټيکس ورکولو څوک خفه کيږې نو خفا دي شې: عبدالحفيظ شيخ

دا خبرې مشير خزانه عبدالحفيظ شيخ اسلام اباد کښې د پوسټ بجټ پريس کانفرنس په وخت کړي دي، او ويلي دي چي ملکي معاش د ګران وخت نه تيريږي هڅه کو چي د اولس خواهشات او طمعي پورا کړو

د خزاني مشير عبدالحفيظ شيخ ويلي دي چي که په ټيکس ورکولو څوک خفا کيږې نو خفا دي چي حکومت به خپل اهداف ضرور ترلاسه کوې۔

دا خبرې مشير خزانه عبدالحفيظ شيخ اسلام اباد کښې د پوسټ بجټ پريس کانفرنس په وخت کړي دي، او ويلي دي چي ملکي معاش د ګران وخت نه تيريږي هڅه کو چي د اولس خواهشات او طمعي پورا کړو۔

د مشير خزانه وينا وه چې ځنې خلق په ټيکس ورکولو ناراضه کيږي نو ناراضه دې شي ولې چې حکومت به خپل ټاکلي شوي اهداف په هر صورت کښې حاصلوي۔
مشير خزانه اووئيل چې د تيرو قرضو سود ادا کولو لپاره موږ نوے قرض اخلو، د فوج او حکومت خرچے د قرض په پيسو پورا کوي۔
عبدالحفيظ شيخ وراندي اووئيل چې بجټ کښې حکومت د فوج او خپلې خرچې هم کمې کړيدي، او دا چي هر کال په څلور زره اربه روپو ټيکس کښي موږ نه دوه زره اربه روپي د قرضو په سود کښي ځي۔
مشير خزانه زياته کړي چې دا غلط تاثر دې چې ايکسپورټ سيکټر دې پاره څه چيړ چهاړ شويدے.

Show More

Related Articles