د اولس شکايتونه اوريدولو لپاره وزيراعظم عمران خان شکايت سيل جوړولو فيصله کړي

شکايتي مرکز به د سحر نهه بجو نه ماښام پiنځه بجو پورے کار کوي

وزير اعظم عمران خان د عوامو شکايتونه اوريدلو له پاره په خپل دفتر کښي د شکاياتو سيل جوړولو فيصله کړي ده۔

د زريعو ترمخه وزير اعظم عمران خان او وفاقي وزيران به د اولس شکايتونه پخپله اوري د کومے له پاره به چي څلويښت ټيلي فون لائنونه وي او دې  نه علاوه به د اي ميل او واټس ايپ د لارے هم شکايتونه وصولولے شي

د زريعو وينا ده چي د شکايت کولو له پاره به  ټيلي فون نمبر92254404۔9222667 اور 9222666 پشمول يو شمير د ټيلي فون نمبرے پکار راوستلے شي ۔

زريعو زياته کړي ده چي دغه شکايتي مرکز به د سحر نهه بجو نه ماښام پينځه بجو پورے کار کوي ولي د خلقو لپاره به د شکايتونو درج کولو وخت سحر لس نه تر ماسپښين دوه بجي وي۔

Show More

Related Articles