مسلم ليګ ن او پيپلز پارټي حکومت پرضد تحريک دپاره پريکړه کړې

د مسلم ليګ ن لخوا مريم اورنګزيب، رانا ثنا الله، سردار اياز صادق او محمد زبير موجود وو، مريم نواز د جاتي امرا په راتګ د بلاول بهټو هرکلي کړے دي

د پاکستان پيپلز پارټي چئيرمين بلاول بهټو زرداري د مسلم ليګ (ن) نائب صري مريم نواز سره د حکومت پرضد جدوجهد کولو باندي اتفاق کړے دي۔

مسلم ليګ (ن) نائب صدري مريم نواز په بلنه باندي نن پيپلز پارټي چئيرمين بلاول بهټو زرداري جاتي امرا ته ورغلي وو، هغوي سره قمرزمان کائره، چوهدري منظور، حسن مرتضي، مصطفې نواز کهوکهر نه علاوه د پيپلز پارټي نور اعلي قيادت هم موجود وو۔

د مسلم ليګ ن لخوا مريم اورنګزيب، رانا ثنا الله، سردار اياز صادق او محمد زبير موجود وو، مريم نواز د جاتي امرا په راتګ د بلاول بهټو هرکلي کړے دي۔

ملاقات کښې د آصف علي زرداري، فريال تالپور او حمزه شهباز ګرفتاري پشمول نورو سياسي چارو او د مخالفو ګوندونو تګ لاري باندي خبري اتري شويدي دے مهال بجټ په اړه هم صلاح مشوره شويده۔

د ملاقات په مهال پاکستان پيپلز پارټي او مسلم ليګ (ن) د حکومت پرضد جدوجهد کولو پريکړه کړيده او ويلي چي دے دپاره به تګ لاره ټاکلي شې او يو بل سره به رابطي کولي شي۔

Show More

Related Articles