ملک مالې خساره کښې کمے راتلل شروع شويدې: ګورنر سټيټ بنک

ډاکټر باقر رضا خپلو خبرو کښې دا هم ويلي دي چي د معاشي ټيم په هڅو د ملک معاش د استحکام په لور روان شويدے او مالياتي خساره کښې کمي راتلل شروع شويدې

سټيټ بينک ګورنر باقر رضا ويلي دي چي د پاکستان معاشي مستقبل روښانه دے۔ کراچي کښي د خبري غونډي په مهال ګورنر سټيټ بنک ويلي دي چي مالياتي خساره کښې کمي راتلل شروع شويدې او د نړوالې مالياتي اداري (آئي ايم ايف) ډيل ملک دپاره ګټه ور ګرځيدلي دے۔

ډاکټر باقر رضا خپلو خبرو کښې دا هم ويلي دي چي د معاشي ټيم په هڅو د ملک معاش د استحکام په لور روان شويدے او مالياتي خساره کښې کمي راتلل شروع شويدې۔

ده اويل چي د روپې قدر کمي لکبله به مقامي صنعتونو ته ګټه وو رسي خو دا تاثر غلط دے چي ګنې د روپې قدر آذاد پريخودل معيشت دپاره ښه خبره نه ده۔

ګورنر سټيټ بينک دا هم اويل چي تير حکومتونو د سټيټ بينک نه قرضي اخستي وے او دا چي موجوده حکومت به راتلونکي مالي بجټ دپاره سټيټ بنک نه قرضه نه اخلې۔

ايکسچينج ريټ په اړه ډاکټر باقر رضا اويل چي ايکسچينج ريټ ډير وخت پوري فکسډ وو او له دے فکسډ ساتل زموږ د بيروني خسارے بنيادي وجه وه، ده اويل چي ايکسچينج ريټ مارکيټ سره ټرلو له عمله به برآمدات کښې اضافه وو شي۔

ګورنر سټيټ بنک د خبري غونډي په مهال آئي ايم ايف نه قرضي اخستو دعاف کړيده او ويلي دي چي دے ډيل سره به د ملک معاش مظبوط شي۔

Show More

Related Articles