مخالفو ګوندونو بجټ اولس دښمنه ګرځولو سره نوي بجټ غوښتنه کړېده

د بجټ غونډه کښې يو واري بيا شهباز شريف د پخوانې صدر آصف علي زرداري، خواجه سعد رفيق، محسن داوړ او علي وزير د پروډکشن آرډر جاري کولو غوښتنه کړېده

د قامي اسمبلئ بجټ غونډه کښي د مخالفي ډلي مشر شهباز شريف د مالي کال بجټ عوام دښمن بللو سره مسترد کړيدے۔

د سپيکر اسد قيصر په مشرے کښي شوي د قامي اسمبلئ غونډه کښي شهباز شريف وئيلي دي چي د تحريک انصاف حکومت بجټ د آئي ايم ايف بجټ دے کوم چي دوي نه مني۔

شهباز شريف وئيلي چي پي ټي آئي به په دريمه مياشت آئي ايم ايف ته ځي او وائي به چي هدف پورا نه کړي شو او بيا به په قامي کچ سودا اوکړي چي له وجي به ي د پاکستان معيشت نور هم خراب شي۔

د حزب اختلاف مشر اويل چي بجټ د ظلم توره ده کوم چي د عام تن مرئ پريکولو او د زميدارو نه روزي تروړلو برابر دے۔ که چيري د عوام له پاره دا بجټ وي نو پنځه څيزونه ضروري وو په کوم کښي چي  ړومبي ملازمتونه سيوا کول او ګراني کمول ډير مهم دي۔

شهباز شريف اويل چي د پاکستان بجټ آئي ايم ايف جوړ کړيدے او دے بجټ به ډيري خرابي نتيجي رابرسيره کيږي۔

اپوزيشن ليډر حکومت نه غوښتنه اوکړه چي د نوي مالې کال بجټ دے په فوري توګه بيرته واغستل شي او اولس د خواهشاتو مطابق نوي بجټ دے وړاندي کړے شي۔

د بجټ غونډه کښې يو واري بيا شهباز شريف د پخوانې صدر آصف علي زرداري، خواجه سعد رفيق، محسن داوړ او علي وزير د پروډکشن آرډر جاري کولو غوښتنه کړېده، او ويلي دي چي دا ممبرانو د لاکهونو ابادي نمائيندګي کوي بايد چي د بجټ غونډه کښې ګډون يقيني کړے شې۔

Show More

Related Articles