هند د پاکستان سره د امن قيام لپاره مذاکراتو ته غاړه ايښودلې ده

د خط په متن کښې ليکل شوي هند په خطه کښې د ټولو هيوادنو سره ښې اړيکي او امن غوښتل غواړي

د پاکستان امن قيام لپاره د مذاکراتو په وړانديز د هند لخوا پاکستان ته مثبت ورکړې شوے دے۔

د وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير شاه محمود قريشي لخوا په هند کښې د شوي اليکشن نه پس خپلو هم منصبو ته په کاميابۍ د امبارکۍ پيغامونه استول شوي وو د کومو په ځواب کښې چې د هند لخوا په باقاعده توګه د سفارتي چينلو د لارې پاکستان ته دوۀ خطونه د نهې په ورځ راليږل شوي دي۔

د ذرائعو ترمخه پاکستان هند ته د کشمير او ترهه ګرۍ پشمول په نورو ستونزو د مذاکراتو وړانديز کړې ؤ د کومې په ځواب کښې چې د هند وزيراعظم نريندر مودي او د خارجه چارو وزير جے شنکر په خپل ځوابي خطونو کښې پاکستان ته د مذاکراتو په وړانديز مثبت ځواب ورکړے دے۔

ذرائعي وايي د خط په متن کښې ليکل شوي هند په خطه کښې د ټولو هيوادنو سره  ښې اړيکي او امن غوښتل غواړي۔

خط کښې دا هم ويلي شوي چې هند د پاکستان پشمول د ټولو هيوادونو سره جامع مذاکراتو لپاره تيار دے چې به پکښې په خصوصي توګه ترهه ګرۍ ته پاملرنه کيږي۔

ذرائعي زياتوي چې وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير شاه محمود قريشي به ډير زر د هند د خطونو ځواب ورکوي۔

Show More

Related Articles