هائيکورټ : د دويم واده لپاره د مصالحتي کونسل اجازات ضروري ګرځولې

که چرې د وړومبۍ ښځې د اجازات باجود مصالحتي کونسل يو تن د دويم واده کولو نه منع کړي او هغه واده وکړي نو سزا به ورته ورکولې شي

د اسلام آباد هائيکورټ د وړومبۍ ښځې له اجازات باوجود د دويم واده لپاره د مصالحتي کونسل اجازات ضروري ګرځولې دې۔

د اسلام آباد هائيکورټ چيف جسټس اطهرمن الله نن د ليکلې شوي فيصلې جاري کولو سره ويلي چې که چرې د وړومبۍ ښځې د اجازات باجود مصالحتي کونسل يو تن د دويم واده کولو نه منع کړي او هغه واده وکړي نو سزا به ورته ورکولې شي۔

د مسلم فيملي لاز آرډيننس نورلس سوه يو شپيته ترمخه به د مصالحتي کونسل د اجازات نه بغير دويم واده کونکې تن ته د سزا سره جرمانه اورلې شي۔

ياده دي وي چې د اسلام آباد مجسټريټ د مصالحتي کونسل د اجازات نه بغير د آزاد کشمير دويم واده کونکي لياقت علي ته سزا اورلي وه۔

څرګنده دي وي چې لياقت علي او د هغه کور ودانې دلشاد بي بي کال دوۀ يولس کښې د خوښې واده کړې ؤ خو ولې په دوۀ زرۀ ديارلس کښې لياقت علي د وړومبې ښځې او مصالحتي کونسل د اجازات نه بغير دويم کړې ؤ۔

د عدالت لخوا نن د دغه کيس اوريدنه شوي چې پکښې قامي شناختي کارډ لرونکي لياقت ته د يوې مياشتې قيد او د پينځه زرۀ روپو سزا اورلې شوې ده۔

Show More

Related Articles