مولانا فضل الرحمن آل پارټيز کانفرنس کښې ګډون د پاره سياسي مشرانو سره رابطي کړې

جميعت علماۓ اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن د مسلم ليګ (ن) پيپلز پارټې او اے اين پي پشمول د نورو اپوزيشن ګوندونو سره د ټيلي فون د لارې رابطي کړي او ورته ئي اے پي سي کښې د ګډون بلنه ورکړيده

جميعت علماۓ اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن د مسلم ليګ (ن) پيپلز پارټې او اے اين پي پشمول د نورو اپوزيشن ګوندونو سره د ټيلي فون د لارې رابطي کړي او ورته ئي اے پي سي کښې د ګډون بلنه ورکړيده۔

جميعت علماۓ اسلام د رواني مياشتي په شپږوشتمه نيټه باندي آل پارټيز کانفرنس رابللي دي کوم دپاره چي ئي هلي ځلي تندي کړيدې، دے لړ کښې مولانا فضل الرحمن د مسلم ليګ (ن) مشرانو شهباز شريف او مريم نواز سره د ټيلي فون د لاري رابطه کړيده او هغوئي ته صبا نه بله ورځ کيدونکي اے پي سي کښې د ګډون بلنه ورکړيده۔

مولانا فضل الرحمن د پيپلز پارټي چئيرمين بلاول بهټو زرداري، عوامي نيشنل پارټي مشر اسفنديار ولي خان، پښتونخوا ملي عوامي پارټي مشر محمود خان اچکزي او حاصل بزنجو ترڅنګ نور يوشمير د اپوزيشن پارټو مشرانو ته ټيلي فون کړېدي او ورته ئي آل پارټيز کانفرنس کښې د ګډون بلنه ورکړېده۔

مولانا صيب ويلي دي چي اختر مينګل سره ئي رابطه نه ده کړي البته اے پي سي کښې ئي د ګډون باور راکړيدي، دوي زياته کړې چي ټولو جماعتونو آل پارټيز کانفرنس کښې د ګډون باور راکړے دے او طمع ده چي بل صبا کيدونکي اے پي سي به کاميابه وي او د اپوزيشن او اولس په مرسته به د حکومت خلاف کامياب تحريک چلولي شې۔

Show More

Related Articles