د جولايۍ وړومبۍ نيټې نه د ګيس په نرخو کښې د تر دوۀ سوۀ فيصده اضافې فيصله شوې

حکومت د کورنۍ صارفينو لپاره د جولايۍ وړومبۍ نيټې نه د ګيس په نرخو کښې د تر دوۀ سوۀ فيصده اضافې کولو فيصله کړې ده۔

دې لړ کښې د پټروليم ډويژن لخوا د ګيس په نرخونو کښې د اضافې سمري تياره شوې د کومې ترمخه چې راتلونکي مياشت د ګيس ګرانيدو امکان ښکاره شوے دے۔

د اوګرا لخوا د مالي کال دوۀ زره نورلسم او شلم لپاره تجويز شوي اضافې ترمخه په وړومبي سليب کښې د صارفينو بل د دوۀ سوۀ پينځه اتيا روپو نه سيوا کولو سره څلور سوۀ دوۀ ويشت روپۍ ته ورسي۔

ذرائعي وايي چې اوګرا په ټول ملک کښې د ګيس صارفينو په ټولو کيټيګريز کښې د يوديرش او شل  فيصده پورې د اضافې تجويز کړې دې۔

پوهان وايي اوګرا د ګيس په نرخونو کښې د اضافې اجازات په دې وجه ورکړې چې حکومت ته د آئي ايم ايف نه په بيل آؤټ پيکچ کښې اسانۍ په لاس ورشي ولې چې حکومت د آئي ايم ايف نه د بجلۍ او ګيس په نرخونو کښې د اضافې خوښي ښکاره کړې ده۔

Show More

Related Articles