چيئرمين سينټ پرضد اپوزيشن له لوري عدم اعتماد قرارداد جمع کړے شو

چيئرمين سينټ پرضد د عدم اعتماد قرارداد راوړلو فيصله تيره مياشت په شپږوشتمه نيټه اسلام اباد کښې د جمعيت علماۓ اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ کښې شوي

پارليمان کښې مخالفو ګوندونو د سينټ چيئرمين صادق سنجراني پرضد د عدم اعتماد قرارداد جمع کړے دې۔ ده قرارداد راجه ظفر الحق، مشاهد الله، شيري رحمان او ايوان نورو غړو د سينټ سيکرټړي سره نن جمع کړے دے۔

د تحريک عدم اعتماد قرارداد جمع کولو دپاره د شپږويشت غړو لاس ليک پکار وي خو د اپوزيشن درخواست باندي څلور څلويښت ارکانو دستخط کړے دے۔

د قانون ترمخه د قرارداد جمع کولو ورسته دې باندي يوه هفته کښې کاروائي کول ضروري وې۔

ايوان بالا يعني سينټ کښې د قرارداد منظوري دپاره دري پنځوس ووټونه پکار وي خو موجوده وخت کښې په سينټ کښې د اپوزيشن غړو مجموعي شميره دے نه سيوا ده۔

چيئرمين سينټ پرضد د عدم اعتماد قرارداد راوړلو فيصله تيره مياشت په شپږوشتمه نيټه اسلام اباد کښې د جمعيت علماۓ اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ کښې شوي آل پارټيز کانفرنس کښې د حزب اختلاف ټولو ګوندونو په متفقه توګه کړے وه۔

دے غونډه کښې د چئيرمين سينټ د څوکي دپاره د بلي نامي تجويز کولو دپاره يو کميټي هم جوړا کړے شوي وه چي ورته د ‘رهبر کميټي‘ نامه ورکړے شوي وه۔

د رواني مياشتي په پنځمه نيټه باندې د رهبر کميټي غونډه کښې د چئيرمين سينټ صادق سنجراني لري کولو د فيصلي توثيق شوي وه او دا هم ټاکل شوي وه چي په نهمه جولائي به د چئيرمين سينټ پرضد قرارداد راوړلي شې۔

له دے غونډي ورسته د خبرې غونډې پرمهال د کميټي کنوينر اکرم خان دراني ويلي وو چي په يولسمه جولائي به د اپوزيشن لخوا چئيرمين سينټ دپاره د خپل اميدوار نامه هم اعلان کولې شې۔

سينټ چئيرمين لري کولو طريقه کار څه دي؟

د سينټ ټولو غړو شميره يو سل څلور ده او چئيرمين بدلولو دپاره د دري پنځوس ارکانو ووټ پکار وې۔ دا وخت په سينټ کښې د پارټي پوزيشن ترمخه د پاکستان پيپلز پارټي، مسلم ليګ (ن)، عوامي نيشنل پارټي، پختونخوا ملي عوامي پارټي او حزب اختلاف نورو ګوندونو ټوله شميره شپږ شپيته ده او دا چي د حکومتي اتحاد د سينټرانو تعداد صرف اته ديرش دې۔

Show More

Related Articles