د جي ايس ټي ټيکس لګيدو ورسته د اوړو په نرخ کښې اضافه شوې

تيرو ورځو کښي حکومت د بجلۍ او ګيس په نرخونو کښې اضافه کړي او دا چي د ټيکسونو پر ضد ټول ملک کښي تاجران په احتجاج دي

د حکومت لخوا اوولس فيصده جنرل سيلز ټيکس(جي ايس ټي) لګولو روسته د فلور ملز ايوسي ايشن د اوړو په نرخ کښي اضافه کړي ده۔

د فلور ملز ايوسي ايشن چئيرمين عاصم رضا ترمخه د اوړو اتيا کلو بورۍ کښي پنځه نيم سوه روپے زياتوالي شوي د کومې روسته چي د دوه منه وړو بورۍ اتهيشت سوه نه سيوا والي سره درے زره درے سوه او پنځوس روپۍ شوي ده۔

دوي وئيلي دي چي فائن ميدے بورۍ کښې اووه سوه روپے اضافه شوي ده د کومې روسته چي اوس د دے بورۍ نرخ سل کم څلور زره نه په سيوا کيدو څلور زره شپږ سوه شوي دي۔

د دوي وينا ده چي حکومت لخوا اوولس فيصده جي ايس ټي د لګولو روسته نرخونه سيوا کولو ضروري شوي وو۔

ياده دي وي تيرو ورځو کښي حکومت د بجلۍ او ګيس په نرخونو کښې اضافه کړي او دا چي د ټيکسونو پر ضد ټول ملک کښي تاجران په احتجاج دي ۔

آل پاکستان انجمن تاجران ديارلسمې جولائي نه ټول ملک کښي د شټرډاون هړتال اعلان کړي دي۔

د خيبر پښتونخوا په شمول پيښور ښار کښي هم نن نانبيانو هړتال کړي دے۔ د دوي وينا د چي اوړه ، ګيس او بجلي ګرانه کړي شوي ده ولي د روټۍ نرخ لا اوسه پورے په سرکاري توګه نه دي سيوا کړي شوي د کومے په وجه چي دوي په نقصان کښي دي۔

دوي د حکومت نه غوښتنه کړي ده چي د روټۍ نرخ دي هم سيوا کړي شي۔

Show More

Related Articles