حاصل بزنجو چئيرمين سينټ دپاره متفقه اميدوار نامزد

د اپوزيشن ټول ګوندونه به مير حاصل بزنجو ته ووټ ورکوې او دا چي چئيرمين سينيټ دپاره د حاصل بزنجو نامه په اتفاق راۓ سره تجويز کړے شويده

د اپوزيشن رهبر کميټي د نيشنل پارټي حاصل بزنجو چئيرمين سينټ دپاره متفقه اميدوار نامزد کړے دې۔ نن اسلام اباد کښې د اپوزيشن رهبر کميټي غونډي ورسته د لنډ مهاله خبري غونډې په مهال د کميټي کنوينر اکرم خان دراني حاصل بزنجو چئيرمين سينټ دپاره متفقه اميدوار نامز کولو اعلان کړے دې۔

دوي اويل چي د اپوزيشن ټول ګوندونه به مير حاصل بزنجو ته ووټ ورکوې او دا چي چئيرمين سينيټ دپاره د حاصل بزنجو نامه په اتفاق راۓ سره تجويز کړے شويده۔

زريعي وائي چي د اپوزيشن نهه جماعتونو مير حاصل بزنجو چئيرمين سينټ نامزد کړے دې او دا چي د پيپلز پارټي سليم مانډوي والا به د ډپټي چئيرمين په څوکي باندي وي او د مسلم ليګ (ن) راجه ظفرالحق به سينټ کښې د اپوزيشن ليډر په توګه کار کوې۔

زريعي وائي چي د مسلم ليګ (ن) قائد او پخوانې وزيراعظم نواز شريف د خپلي پارټي د لوري د مير حاصل بزنجو چئيرمين سينټ متفقه اميدوار ټاکلو منظوري ورکړيده۔

زريعي وائي چي نواز شريف بلوچستان صوبي ته حق ورکولو دپاره حاصل بزنجو نامه تجويز کړيده۔

څرګنده دے وي چي اپوزيشن د چئيرمين سينټ صادق سنجراني د بدلون دپاره تحريک عدم اعتماد د سينټ سيکرټريټ کښې جمع کړے دي کوم باندي چي د اپوزيشن څلور څلويخت ارکانو دستخطي موجود دي۔

د اپوزيشن د لوري چئيرمين سينټ دپاره اميدوار حاصل بزنجو د بلوچستان صوبي سره تعلق لري او هغه د نيشنل پارټي صدر دي او له دوي د ګوند سينټ کښي پنځه څوکي دې۔

Show More

Related Articles