اسلام اباد هائي کورټ جج ارشد ملک لري کولو فيصله

د احتساب عدالت جج ارشد ملک خپل خط کښې ويلي دي چي هغه بغير د په وجي بدنام کيږي

اسلام اباد هائي کورټ قايم مقام چيف جسټس د مسلم ليګ (ن) له لوري ورکړي شوي ويډيو او الزاماتو باندي احتساب عدالت جج ارشد ملک د څوکي نه لري کولو دپاره د قانون وزارت خط ليکلي دې۔

ميډېا رپوټونو ترمخه د احتساب عدالت جج ارشد ملک د اسلام اباد هائيکورټ قائم مقام چيف جسټس ته خپلي صفائي لپاره يو خط ليکلې وو کوم چې هغوئ د هائي کورټ رجسټرار ته سپارلي وو۔

بل لوري ته د هائي کورټ خط ورسته د قانون وفاقي وزير ډاکټر فروع نسيم ويلي دي چي د قانون وزارت احتساب عدالت جج ارشد ملک د کار کولو نه اودرولي او هغه ته ئي وزارت رپوټ کولو ويلي دې۔

احتساب عدالت جج ارشد ملک خط سره يو بيان حلفي او په دے جاري کړے شوي خپل ترديدي پريس ريليز هم استولې دې۔

ذرائعې  وايي چي جج ارشد ملک خپل خط او بيان حلفي کښې د مسلم ليګ (ن) له لوري جاري کړے شوي ويډيو الزامات مسترد کړيدې۔

ذرائعو دا هم ويلي دي چي د احتساب عدالت جج ارشد ملک خپل خط کښې ويلي دي چي هغه بغير د په وجي بدنام کيږي۔

اسلام اباد هائي کورټ وياند ترمخه قائم مقام چيف جسټس جسټس عامر فاروق د احتساب عدالت جج ارشد ملک د خط جاج اخستو ورسته هغه عهدي نه لري کولو فيصله کړيده او په دے اړه ئي وزارت قانون او انصاف ته خط ليکلې دې۔

وياند ويلي دي چي قائم مقام چيف جسټس اسلام اباد هائي کورټ په امر باندي د جج ارشد ملک د خط او بيان خلفي د نواز شريف د بريت درخواست د ريکارډ برخه جوړۀ کړې شويده۔

ذرائعي دا هم وائي چي د احتساب عدالت جج ارشد ملک چيف جسټس اسلام اباد هائي کورټ دوه دري واري طلب کړے هم دي او په حقله ئي تري پلټني کړيدې۔

بل لوري ته مسلم ليګ (ن) د احتساب عدالت جج ارشد ملک عهدي نه لري کولو د اسلام اباد هائي کورټ فيصلي ورسته د نواز شريف سزا کالعدم ګرځولو غوښتنه کړېده۔

اسلام اباد هائي کورټ ردعمل باندي د مسلم ليګ (ن) وياندي مريم اورنګزيب خپل يو بيان کښې ويلي دي چي له دے فيصلي نه ثابت شويده چي مريم نواز چي اولس وړاندي کوم حقائق ايښودي هغه رشتيا دي۔

دوي ويلي چي د نواز شريف پرضد د فيصلي قانوني حيثيت اوس خود بخود ختم شويدي لهذا نواز شريف پرضد دے فيصله کالعدم وګرځولي شي او په فوري توګه دے خوشي کړے شې۔

Show More

Related Articles