حکومت او اتحادي ګوندونو ډپټي چئيرمين سينيټ پرضد تحريک عدم اعتماد جمع کړے

قائد ايوان شبلي فراز، بلوچستان عوامي پارټي او قبائلي سيمو سينيټرانو د صلاح مشوري نه پس د ډپټي چئيرمين سينيټ لري کولو فيصله کړې

د اپوزيشن د لوري چئيرمين سينيټ پرضد د عدم اعتماد تحريک راوړلو ورسته حکومت او اتحاديانو ئي د ډپټي چئيرمين سينټ بدلون فيصله کړې ده۔
سينيټ کښې قائد ايوان شبلي فراز، بلوچستان عوامي پارټي او قبائلي سيمو سينيټرانو د صلاح مشوري نه پس د ډپټي چئيرمين سينيټ لري کولو فيصله کړې ده۔

د ذرائعو ترمخه حکومتي اتحاد پې ټي آئي او نورو اتحادي ګوندونو د ډپټي چئيرمين سينټ سليم مانډوي والا پرضد د تحريک عدم اعتماد قرارداد سينيټ کښې جمع کړے دے۔

ميډيا غړو سره خبرو کښې سينيټر شبلي فراز ويلي دي چي شپږويشت دستخطو سره تحريک عدم اعتماد جمع شوې دې، ډپټي چئيرمين اليکشن کښې د پې ټي آئي او اتحاديانو سره ټوله شميره شپږ ديرش ده، دوي وويل چي موږ سليم مانډوي والا ته ووټ ورکړے وو او اوس هغه زموږ د حمايت حقدار نه دے۔

څرګنده دے وي چي څو ورځي وړاندي د حکومت مخالف احتجاجي تحريک چلولو په اړه د اپوزيشن نهه سياسي ګوندونو باندي مشتملي رهبر کميټي چئيرمين سينټ صادق سنجراني لري کولو فيصله کړے وه۔
اپوزيشن د چئيرمين سينټ صادق سنجراني پرضد تحريک عدم اعتماد سينيټ کښې جمع کړے دي او نوي چئيرمين سينيټ دپاره حاصل بزنجو اپوزيشن متفقه اميدوار نامزد کړې دې۔

Show More

Related Articles