شهباز شريف قانوني ټيم ډيلي ميل پرضد قانوني کاروائي دپاره لندن ته رسيدلي

شهبازشريف د برطانوې اخبار ډيلي ميل رپورټ مسترد کولو سره د ډيلي ميل، وزيراعظم عمران خان او شهزاد اکبر خلاف د قانونې کارروائې کولو اعلان کړے وو

د مسلم ليګ ن صدر شهبازشريف قانونې ټيم د برطانوې اخبار ډيلي ميل پرضد قانونې کارروائي لپاره برطانيه ته راسيدلې دے۔

قانونې ټيم به برطانيه کښې وکيلانو سره صلاح مشوري نه پس د ډيلې ميل خلاف کارروائي پيل کوي۔
ذرائعو ترمخه د اپوزيشن ليډر شهبازشريف قانونې ټيم سينئر وکيل سلمان بټ په مشري کښې برطانيه ته راسيدلې دے،قانونې ټيم به برطانيه کښې د وکلا سره مشاورت کوې، چې له وروستو به د برطانوې اخبار ډيلي ميل خلاف کارروائي آغاز کولې شي۔

برطانوي اخبار ډيلي ميل لخوا رپورټ کښې دعوې کړي شوي وه چې پخوانې پنجاب وزيراعلې شهبازشريف خاندان د زلزله متاثرينو لپاره ورکړي شوي مالې امداد کښې کرپشن کړې وو۔

شهبازشريف د برطانوې اخبار ډيلي ميل رپورټ مسترد کولو سره د ډيلي ميل، وزيراعظم عمران خان او شهزاد اکبر خلاف د قانونې کارروائې کولو اعلان کړے وو۔

څرګنده دے وي چي د برطانيي امداد ورکونکي اداري هم له دے خبر ترديد کړے وو او ويلي وو چي د اولس د ټيکس پيسه نه ده غلا شوي بلکه ډېر په معزز کار استعمال کړے شويده۔

Show More

Related Articles