سې ټي ډې جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد ګرفتار کړے

جماعت الدعوه ذيلي تنظيم فلاح انسانيت فاؤنډېشن ديارلس مشرانو پرضد د رواني مياشتي په دريمه نيټه درويشت مقدمي درج کړې شوي

ترهه ګري مخنوې اداري (سې ټې ډې) د کلعدم تنظيم جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد ګرفتار کړې دې۔ د جماعت الدعوه ذمه وارو ترمخه حافظ سعيد نن د لاهور نه ګوجرانواله ته تلو په وخت نيولے شويدي۔

حافظ سعيد باندي د ترهه ګرو مرستي دپاره فنډونو جمع کولو تورونه دي او د جماعت الدعوه مشر او د هغه ملګرو پشمول لشکر طيبه او جماعت الدعوه ذيلي تنظيم فلاح انسانيت فاؤنډېشن ديارلس مشرانو پرضد د رواني مياشتي په دريمه نيټه درويشت مقدمي درج کړې شوي دي۔

سې ټي ډې چارواکي وائي چي له دے تنظيمونو پرضد پلټنې شروع شوي دي۔

ميډيا رپوټونو ترمخه سې ټي ډې زريعو د حافظ سعيد د ګرفتاري پخلې کړے او هغه ناڅرګنده ځائ ته منتقل شوې دې او ويلي شويدي چي ميډيا ته په دے حقله معلومات ورکولي شي۔

Show More

Related Articles