عمران خان د انصاف نړيوال عدالت کښې د کلبهوشن جادهو د فيصلې هر کلے کړې

کلبهون د پاکستاني اولس په ضد د شوي  جرمونو ذمه وار دې بايد پاکستان د قانون په رڼا کښې د هغه په ضد کارروايي وکړي

وزيراعظم عمران خان د هندي جاسوس کلبهوشن جادهو په نړيوال عدالت کښې د نه خوشي کيدو د فيصلې هر کلے کړے دے۔

تيره ورځ د انصاف په نړيوال عدالت کښې په پاکستان کښې نيول شوې د هندي جاسوس په اړه د کيس په فيصله کښې د هند لخوا دائر شوې د کلبهوشن جادهو خواست مسترد شوې دې۔

د پاکستان د خارجه چارو وزير شاه محمود قريشي ترڅنګ د پوځ وياند ميجر جنرل آصف غفور د نړيوال عدالت دغه فيصله د پاکستان لپاره ګټه ګرځولې خو ولي اوس وزيراعظم عمران خان عمران خان هم په سوشل ميډيا بيان جارې کړې دې۔

وزيراعظم عمران خان په خپل ټوئټ کښې ويلي د انصاف په نړيوال عدالت کښې د هندي جاسوس کلبهوشن جادهو نه خوشي کيدو فيصله د ستائنې وړ ده۔

وزيراعظم زياته کړې چې کلبهون د پاکستاني اولس په ضد د شوي  جرمونو ذمه وار دې بايد پاکستان د قانون په رڼا کښې د هغه په ضد کارروايي وکړي۔

Show More

Related Articles