نيب پخوانې وزيراعظم او د مسلم ليګ (ن) رهنما شاهد خاقان عباسي ګرفتار کړے

نيب وائي چي د خپلي خوښي کمپني ته د ايل اين جي ټرمينل پنځلس کالو لپاره ورکولو سره قامي خزاني ته په مبينه توګه د اربونو روپو زيان رسيدلے

د احتساب قامي ادارې نيب پخوانې وزيراعظم او د مسلم ليګ (ن) رهنما شاهد خاقان عباسي ګرفتار کړے دے۔

د مسلم ليګ (ن) وياندي مريم اورنګزيب د شاهد خاقان عباسي د ګرفتارۍ تصديق کړے دے۔ د مسلم ليګ (ن) زرائعي وائي چي شاهد خاقان عباسي د پارټي صدر شهباز شريف سره پريس کانفرنس کښې ګډون دپاره لاهور ته روان ؤ چي موټر وے سره نزدي د نيب چارواکو نيولے دے۔

د نيب چارواکو پخواني وزيراعظم ايل اين جي درآمد معامله کښې پلټنو دپاره د نيب پنډۍ دفتر ته نن طلب کړے وو۔

په شاهد خاقان عباسي تور دې چي د وزير پيټروليم په توګه د ايل اين جي ټرمينل ټيکه ئي په مبينه توګه د خپلي خوښي کمپني ته ورکړي وه، نيب وائي چي د خپلي خوښي کمپني ته د ايل اين جي ټرمينل پنځلس کالو لپاره ورکولو سره قامي خزاني ته په مبينه توګه د اربونو روپو زيان رسيدلے دے۔

ياده دي وي چي د مسلم ليګ (ن) په دور کښې پاکستان د تواني په بحران باندي قابو مندلو لپاره د قطر نه ايل اين جي ګيس برآمد کولو فيصله کړې وه۔

له دې منصوبي حزب اختلاف ګوندونو سخت مخالفت کړے وو او ورسته پکښې د بدعنواني تورونه هم پوري کړي وو۔

څرګنده دے وي چي موجوده وخت کښې د مسلم ليګ (ن) مهم غړي په جيل کښې دي چي پکښې پخواني وزيراعظم نواز شريف، خواجه سعد رفيق، سلمان رفيق، حمزه شهباز او رانا ثنا الله شامل دي۔

قامي اسمبلي کښې د مخالفو ګوندونو مشر د پارټي صدر شهباز شريف هم جيل ته ليږل شوي وو ولي هغه اوس په ضمانت خوشې دے۔

بلخوا شهباز شريف د شاهد خاقان عباسي د ګرفتارۍ عندنه کړې او دا د هغۀ ګرفتاري يي سياسي انتقام ګرځولے دے۔

مريم نواز هم د ټوئيټر د لاري خپل پيغام کښې ليکي دي چي نن د اولس په ووټونو منتخب شوي يو بل وزيراعظم ګرفتار کړے شو، څوک چي د اولس په ووټ راځي دهغه به دغه لا قانونيت، سپکاوي او ناانصافي مقدر وي۔

پخواني وزير داخله احسن اقبال هم د نيب له لوري شاهد خاقان عباسي په ګرفتاري سختي نيوکي کړيدي او ويلي دي چي د نيب اداره د مسلم ليګ (ن) پرضد استعمال کيږي۔

Show More

Related Articles