عمران خان : امريکا سره د شکيل آفريدي په بدل کښي د عافيه صديقي خبره کيدلائ شي

مونږ د امريکا ملګري ؤ خو امريکا له پکار ؤ چې د اسامه بن لادن په نيولو کښې يې پاکستان په اعتماد کښې اخستې وې

وزير اعظم عمران خان ويلي دي د امريکا سره د شکيل آفريدي په بدل کښي د عافيه صديقي په خوشي کيدو خبره کيدلائ شي۔

وزيراعظم عمران خان امريکائي ټيلي ويژن سره مرکه کښې ويلي پاکستان کښې شکيل آپريدي ته د يو جاسوس په سترګه کتل شي، مونږ د امريکا ملګري ؤ خو امريکا له پکار ؤ چې د اسامه بن لادن په نيولو کښې يې پاکستان په اعتماد کښې اخستې وې۔

هغه ويلي د امريکا سره د قيديان په خوشي کيدو او په خصوصي توګه د شکيل آپريدي په بدل کښې د عافيه صديقي په خوشي کيدو خبره کيدلائ شي۔

امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ سره د ملاقات په اړه عمران خان ويلي صدر ټرمپ يو ريښتوني انسان ښکاري او پاکې خبري کوي، زما ټول وفد په ميټنګ کښي ډير خوشاله ؤ۔

د افغانستان ستونزې په اړه هغه ويلي افغان اولس له تيرو څلور لسيزو راهسې د جنګ له وجې متاثره شوي خو ولي اوس افغانستان ته د امن ضرورت دې۔

هغه وويل طالبان دې د حکومت برخه جوړولو سره د اولس نمائندګي ورکول پکار دي، د طالبانو سره په نزديو کښې تراوسه کامياب مذاکرات شوي دي او دا چې طالبان مقامي تحريک دې هغه د کوم ملک لپاره خطره نه ده، امريکې ته دي د طالبانو نه هيڅ خطره نه وي۔

Show More

Related Articles