امريکائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان دوري بلنه قبول کړې

پاکستان دريځ څرګند دے د کشمير د مسلي حل پکار دے او دا ستونزه د خبرو اترو د لاري هوارول پکار دې

امريکائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان دوري بلنه قبول کړيده۔ واشنګټن کښې د خبري غونډې پرمهال خارجه وزير شاه محمود قريشي ويلي دي چي امريکي سره يو واري بيا د سر نه اړيکي جوړولو دپاره سنجيدګي سره راغلي يو، موږ په ګډه سره هڅي کوو چي اړيکو کښې غوره والي راشي او دا چي تعلقاتو کښې چي کوم ځنډ راغلي وو اوس دې کښې غوره والي راغلے دے او اوس موږ لپاره دروازي خلاصي دې۔

هغه وويل چي وزيراعظم عمران خان امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ ته د پاکستان دوري بلنه ورکړيده کومه چي هغوي د زړه نه قبوله کړيده۔

شاه محمود قريشي وويل چي د امريکائي صدر پاکستان دوري په لړ کښې به ډير زر معملات وټاکلي شي د کومي ورسته چي به په باقاعده توګه د دوري نيټه اعلان کولې شې۔ دوي اويل چي موږ اقتصادي سفارت کاري لور ته پام ورکولو هڅي کوو۔

د کشمير شخړي په اړه خارجه وزير وويل چي امريکي د ثالثي دپاره وړانديز کړے ، د پاکستان دريځ څرګند دے د کشمير د مسلي حل پکار دے او دا ستونزه د خبرو اترو د لاري هوارول پکار دې او دا چې دوۀ ايټمي هيوادونه د جهګړي خطر نه شي اغستلے۔

Show More

Related Articles