مولانا فضل الرحمان : عمران خان کشمير په ټرمپ خرڅ کړې

د کمشير ستونزو اوس د نړيوال فورم نه ووتله، هند نړيوال قرار دادونه رد کړي او کشمير يي د هندوستان په جغرافيه کښې داخل کړې

د جمعيت علماءاسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمان ويلي عمران خان کشمير په ټرمپ خرڅ کړې او خپله هم د امريکا نه خالي لاسونه راغلے دے۔

اسلام آباد کښې د کشمير په صورتحال پريس کانفرنس په وخت مولانا فضل الرحمان ويلي مودي سرکار چې څه هم کړې دا داسې ناڅاپي نه دي شوي هغه په خپل انتخابي مهم د کشمير حيثيت ختمولو ويلي ؤ او په تيرو ټاکنو کښې هم دا د بي جے پي ښکار منشور ؤ۔

مولانا وويل د کمشير ستونزو اوس د نړيوال فورم نه ووتله، هند نړيوال قرار دادونه رد کړي او کشمير يي د هندوستان په جغرافيه کښې داخل کړې او دا چې زمونږ واکمند تماشه کوي او د کشمير په مسله کښې سنجيده نه ښکاري۔

هغه وويل د کور کمانډر په کانفرنس کښې هم د کشمير د ستونزې په اړه د حکومتي پاليسو ملاتړ شوې خو ولي بيا هم حکومت خپله پاليسي نه ده په ډاګه کړې او سليکټيډ وزيراعظم ځان غلے کړے دے۔

مولانا فضل الرحمان ويلي وزيراعظم عمران خان د ټرمپ د خوا نه هم خالي لاسونه راغلې او داسې سرنډر کيدل د هغه خانداني معامله ده۔

هغه زياته کړې چې دا د اولس نمائنده حکومت نه دې نو ځکه د دوي نه طمعه نه دي ساتل پکار، زه قام ته خواست کوم چې دا مو د يو کيدو وخت دې او د آزادۍ په جنګ کښې مونږ له د کشمير مرسته کول پکار دي او هغوئ ته دا ښودل چې تاسو يواځې نه يي بلکې مونږ ټول ستاسو سره يو۔

Show More

Related Articles