د مقبوضه کشمير په روان صورتحال غور کولو لپاره د قامي سلامتيا غونډه نن بيا رابلل شوې

وزيراعظم عمران خان د مقبوضه کشمير په روان صورتحال باندي غور کولو دپاره د قامي سلامتيا غونډه نن بيا رابللي ده۔ څرګنده دي وي چي د هندوستان حکومت تيره ورځ مقبوضه جمو کشمير او لداخ د ځانګړي حيثيت د اثاثي قانون آرټيکل دري سوا اويايم ختم کړے دے۔

د هند قابض انتظامي مقبوضه وادي کښې د حريت کانفرنس قيادت پشمول د بهارت مرستيال مشران هم نيولي دي، وادي کښې دفعه يو سل څلور څلويښت نافذ کړے شويده، او دے سره د انټرنيټ او ټيلي فون سروس هم ځنډولي شويدې۔
زريعي وائي چي وزيراعظم عمران خان به قامي سلامتيا نن کيدونکي غونډه کښې د مقبوضه کشمير آئيني حيثيت د بدلون په اړه رامنځ ته شوي صورتحال باندي غور کوې۔

قامي سلامتيا غونډه کښې اعلي سيول او عسکري مشران ګډون کوې۔
ياده دي وي چي د مقبوضه کشمير آئيني حيثيت ختمولو د هندوستان دا ګام پاکستان مسترد کړي او روان صورتحال باندي د پارليمان مشترکه غونډه روانه ده۔

Show More

Related Articles